سور صلیب د ورکو شویو کارمندانو لټون کوي

ای ایف پي

کابل -- سره صلیب د جمعې په ورځ /د فبروري ۱۰مه/ وویل، دغه خیریه اداره د هغو دوه کارمندانو سخت لټون کوي چې وروسته له هغه ورک شول چې یاغیانو د افغانستان په شمال کې د هغوی پر کاروان برید وکړ، او ۶ تنه نور کارکوونکي یې ووژل.

په دغو کارکوونکیو باندې د چارشنبې په ورځ /د فبروري ۸ مه/ په جوزجان ولایت کې هغه وخت برید وشو چې هغوی یوې لیرې پرتې واوره ځپلې سیمې ته روان ول چې ډېرې ضروري مرستې ور ورسوي.

۶ کارکوونکي په یوه ځای له نژدې فاصلې څخه ویشتل شوي ول، چې دا په دغه هېواد کې په څو کلونو کې په نړیوالو خیریه ادارو یوه له بدترینو حملو څخه وه.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یوه ویاند توماس ګلاس ای ایف پي ته وویل، «بدبختانه، تر اوسه پورې زمونږ د ورکو شویو همکارانو په هکله هیڅ خبر نشته.»

«مونږ په فعال ډول هڅه کوو چې د هغوی موقعیت معلوم کړو.»

تر اوسه پورې هیڅ ډلې د دغو وژنو مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو د جوزجان د امنیې قوماندان رحمت الله ترکستاني پړه د داعش پر محلي اورپکو وراچولې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500