کابل -- د سره صلیب نړیوالې خیریه ادارې وویل، چې د دغې ادارې دوه تنه کارمندان ۷ میاشتې وروسته له هغه چې د هغوی په کاروان د برید په ترڅ کې وتښتول شول، د سې شنبې په ورځ /د سپتمبر ۵ مه/ ازاد کړای شول. په دغه برید کې د هغوی ۶ تنه همکاران وژل شوي ول.
په دغو افغان کارمندانو د فبرورۍ په ۸ مه په جوزجان کې هغه وخت برید وشو چې یوې لیرې پرتې په واورو پوښلې سیمې ته د مرستو د رسولو لپاره روان ول.
۶ تنه کارمندان، چې ډېر یې له نژدې ساحې څخه ویشتل شوي ول، ځای پرځای ووژل شول. دا د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په کارمندانو یو له تر ټولو بدو بریدونو څخه وو.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د تښتوونکیو د هویت یا د کارمندانو د خوشې کېدلو په هکله جزیات ورنه کړل.
د اورپکو یوې ډلې هم د دغې تښتونې یا وژنو مسؤلیت وانه خیست، خو د جوزجان پولیسو د داعش جهادیان په دې پېښه کې ګرم بللي ول.