طالبانو په کابل کې په دوه امنیتي مرکزونو باندې حملې وکړې

ای ایف پي

کابل -- ای ایف پي راپور ورکړ چې،‌ په کابل کې د چارشنبې په ورځ / د مارچ ۱/ وروسته له هغه چې طالبانو تقریبا په یو وخت په دوه امنیتي مرکزونو حملې وکړې د چاودنو او د ټوپکو د ډزو اوازونو انعکاسونه وکړل.‌ په دې توګه، یاغیان حتی د هغوی د پسرلي د کلنیو حملو له پیل څخه مخکې خپلو حملو ته زور ورکوي.‌

په دغې پیښه کې لږ تر لږه ۳ کسان ووژل شول او ۳۸ تنه نور ټپیان شول.‌

د کورنیو چارو وزارت وویل، یوه ځانمرګي بمي بریدګر د کابل په لویدیځ کې د افغان پولیسو یوه حوزه ووهله او بیا د ټوپکو ډزې پیل شوې.‌

وزارت زیاته کړه،‌ پنځه دقیقې وروسته یوه ځانمرګي بمي بریدګر خپل ځان د افغان استخباراتو د ادارې په دروازه کې چې د کابل په ختیځ کې موقعیت لري والوزاوه او یو بل بریدګر چې هڅه یې کوله چې ودانۍ ته ننوځي وویشتل شو.‌

د وزارت یوه چارواکي ای ایف پي ته وویل،‌ وروسته له هغه چې موټر بمي بریدګر د پولیسو ماموریت وواهه،‌ «یو بل بریدګر چې ودانۍ ته ننوتی وو دننه یې موقعیت ونیو. امنیتي ځواکونه لا هم ورسره په جګړه بوخت دي.»

طالبانو د دواړو حملو مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ای ایف پي ته وویل، «امبولانسونه په لاره دي‌ او ویره شته چې تلفات زیات شي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500