کابل -- د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ ولسوال محمد ناصر امین د چارشنبې په ورځ /د مارچ ۱/ تایید کړه چې اورپکو د سرک جوړونې هغه ۵ تنه انجنیران چې په لوګر ولایت کې یې تښتولي ول د قومي مشرانو له منځګړتیا څخه وروسته را خوشې کړل.
دغه انجنیران د فبرورۍ په ۲۴مه په یاده ولسوالۍ کې تښتول شوي ول.
امین وویل، هغوی د کندهار پله - سرخاب سرک جوړاوه.