طالبانو په بدخشان کې ښځه تر مرګه په تیږو وویشتله

د سټاف راپور

بدخشان،‌ افغانستان -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د مارچ ۹مه/ راپور ورکړ چې طالبانو په بدخشان کې یوه ښځه په هغې د زنا د تور له لګولو څخه وروسته تر مرګه په تیږو وویشتله.‌

د وردوج ولسوال دولت محمد خاور تایید کړه چې دغه پېښه په وردوج ولسوالۍ کې وشوه.‌ هغه زیاته کړه چې طالبانو په قضیه کې ښکېل سړی په دورو وواهه.‌

د خامه پرېس د راپور له مخې، اورپکو په دغه ولایت کې د هغوی له خوا د اخلاقو د تعریف شوي مفهوم په نه مراعت کولو سره په تېرو دوه کلونو کې پنځه ښځې وژلي دي،‌ چې دوه کسه یې په فبرورۍ کې وې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500