په بدخشان کې محلي ځواکونه 'چمتو' دي چې د طالبانو پر ضد جګړه وکړي

سلام ټایمز

بدخشان -- طلوع نیوز د جمعې په ورځ /د اکتوبر ۱۳ مه/ د بدخشان ولایت د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې که مرکزي حکومت هغوی ته حکم وکړي هغوی چمتو دي چې یمګان او وردوج ولسوالۍ له طالبانو څخه پاکې کړي.‌

د وردوج ولسوالۍ امنیه قوماندان اسدالله ګارد وویل، «زه تاسو ته اطمینان درکولی شم چې که مونږ ته د پوځي عملیاتو د ترسره کولو اجازه راکول شي، خلک به له نا امنۍ څخه خلاص شي،»

د ولسي پاڅون یو شمېر ځواکونو هم وویل،‌ چې هغوی تیار دي چې له پوځي عملیاتو سره یوځای شي او د اورپکو پر ضد جګړه وکړي.‌

په بهارک ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون د ځواکونو یوه قوماندان محمد ماجد وویل، «مونږ له تېرو پنځو کلونو راهیسې په بدخشان کې د طالبانو پر ضد جګړه کوو. اوس مونږ دې ته تیار یو چې له هېواد څخه دفاع وکړو او په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500