په ننګرهار او کندهار کې ۴۷ طالبان او داعش اورپکي ووژل شول

د سټاف راپور

جلال اباد،‌ افغانستان -- چارواکو وویل،‌ عسکرو په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د تېرو دوه ورځو په بهیر کې ۴۷ تنه اورپکي ووژل.‌

د طلوع نیوز د راپور په اساس،‌ افغان ملي اردو په یوه خبرپاڼه کې وویل،‌ عسکرو د چارشنبې په ورځ / د مارچ ۱۵مه/ د کندهار ولایت په نېش ولسوالۍ کې ۳۰ تنه طالبان ووژل.‌

د خامه پرېس د راپور له مخې،‌ د ایتلاف هوایي بریدونو د سې شنبې په ورځ /د مارچ ۱۴مه/ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش ۱۷ غړي ووژل.‌ د دغه ولایت پولیسو هم دا خبره تایید کړه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500