افغانستان په برېښنایي بڼه رایه ورکول پیلوي

د سټاف راپور

کابل -- طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ /د مارچ ۲۸مه/ د کارپوهانو او د حکومت د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د دفتر له قوله راپور ورکړ چې، افغان حکومت د رایه ورکولو داسې برقي سیستم رامنځته کوي چې د انتخاباتو شفافیت تضمین کړي او لګښتونه راکم کړي.

د عبدالله ویاند جاوېد فیصل وویل، حکومت له نړیوالې ټولنې سره په برېښنایي بڼه د رایه ورکولو د برابرولو په هکله خبرې کوي.

په برېښنایي بڼه د رایه ورکولو د چارو افغان کارپوه سید خالد وویل، د رایه ورکولو عصري ټکنالوجي به د رایه ورکولو په برخه کې تقلب را کم کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500