تخار، افغانستان -- چارواکو د یکشنبې په ورځ /د اپریل ۲مه/ وویل، افغان سرتېرو د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ باندې د طالبانو له خوا شوې حمله بېرته په شا وتمبوله او لږ تر لږه ۱۰ تنه یاغیان یې ووژل.
طلوع نیوز د سپین غر زون د پولیسو له قوله راپور ورکړ چې، اورپکو د شنبې په ورځ /د اپریل ۱/ له بېلابېلو اړخونو څخه بریدونه وکړل خو له یوه سخت غبرګون سره مخامخ شول.
د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، جګړه د یکشنبې په ورځ د وخته پای ته ورسېده.