د طالبانو د تش په نامه ولسوال په ګډون ۶۷ تنه اورپکي د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول

د سټاف راپور

کندوز -- د خامه پرېس د راپور په اساس، د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ / د اپریل ۱۸مه/ وویل، د طالبانو له خوا د تخار ولایت لپاره ټاکل شوی والي د هغو لږ تر لږه ۶۷ اورپکو په ډله کې شامل دی چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د دفاع وزارت وویل چې دغه عملیات په ۱۳ ولایتونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترسره شول، او زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونو همدارنګه ۶۰ جوړ کړای شوي بمونه هم کشف او شنډ کړل.

پولیسو وویل، د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دوشنبې د ورځې / د اپریل ۱۷مې/ په یوه هوایي برید کې په وژل شویو ۱۶ اورپکو کې د تخار ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي قاري طیب هم شامل وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500