امنیت

افغان ځواکونو په تخار کې ۴۵ کلي له طالبانو څخه پاک کړل

د هدایت الله راپور

افغان ځواکونو په تخار ولایت کې وروسته له هغه ۴۵ کلي له طالبانو څخه پاک کړل چې هغوی د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه یوه ورځ مخکې په تالقان ښار د اورپکو یو برید په شا وتمباوه. [د افغانستان د دفاع وزارت/فېسبوک]

کندوز -- افغان ځواکونو په تخار ولایت کې وروسته له هغه ۴۵ کلي له طالبانو څخه پاک کړل چې هغوی د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه یوه ورځ مخکې په تالقان ښار د اورپکو یو برید په شا وتمباوه.

چارواکي وایي چې اوس هم په بهارک، خواجه غار او دشت قلعه ولسوالیو کې عملیات روان دي چې ۸۹ تنه طالبان په کې وژل شوي او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وویل، افغان ځواکونو درقد ولسوالي د دوشنبې په ورځ /د تلې ۲۲مه/ پاکه کړه چې لږ تر لږه ۱۲ تنه طالب جنګیالي یې ووژل او ۸ نور یې ټپیان کړل.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري د تلې په ۱۵مه وویل، طالبانو د تلې په ۱ د خواجه غار او بهارک ولسوالیو په یو شمېر برخو باندې بریدونه وکړل خو افغان ځواکونو د تلې په ۱۳مه بېرته پسې واخیستل.

د تخار والي عبدالحق شفق د تلې په ۱۳مه وروسته له هغه له بهارک ولسوالۍ څخه لیدنه کوي چې افغان پوځي ځواکونو دغه ولسوالي له طالبانو څخه پاکه کړه. [د ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

د تخار والي عبدالحق شفق د تلې په ۱۳مه وروسته له هغه له بهارک ولسوالۍ څخه لیدنه کوي چې افغان پوځي ځواکونو دغه ولسوالي له طالبانو څخه پاکه کړه. [د ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

هجري وویل، «دا عملیات به تر هغه دوام ومومي چې د دې ولایت ټولې برخې له طالبانو څخه پاکې شي.»

د دفاع وزارت مرستیال جنرال محمد یاسین ضیأ د تلې په ۱۳مه په تالقان ښار کې محلي خبریالانو ته وویل، «په دې سیمو کې طالبان د پوځي فشار په نتیجه کې مات کړای شوي دي، او دا دلیل چې زمونږ عملیات ورو پر مخ ځي د دې لپاره دی چې د ملکي خلکو ژوند او ملکیت خوندي کړای شي ځکه چې طالبانو د ملکي خلکو په کورونو کې ځایونه نیولي دي.»

ضیأ چې د عملیاتو مشري پر غاړه لري، وویل، «مونږ به طالبانو ته اجازه ور نه کړو چې خپل شیطاني هدفونه ترسره کړي. مونږ به د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې د هغوی پر ضد جنګ وکړو.»

د تخار ولایت امنیه قوماندان سید معراج الدین سادات د تلې په ۱۴مه په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «مونږ په ټول تخار ولایت کې د هوا او ځمکې دواړو لارو څخه دښمن مات کړی دی.»

هغه وویل، «هغوی په هیچا باندې هم رحم نه کوي. تر دې پورې چې هغوی په جومات کې هم ماینونه ښخ کړي وو. هغوی محلي اوسېدونکیو ته زیانونه ور واړول او د هغوی کورونه یې ولوټل.»

سادات وویل، «هغه څوک چې په افغانانو باندې رحم نه کوي هغوی په افغانستان کې ځای نه لري او هغوی باید ووژل شي.»

د تخار د ولایتي شورا رییس وفی الله رحماني په داسې حال کې چې د امنیتي ځواکونو هڅې یې ستایلې، وویل، «کله چې امنیت نه وي، هېڅ شی هم خوندي نه وي -- حتی په جوماتونو کې لمونځ کول هم خوندي نه وي.»

د عادي افغانانو له منځه وړل

په تخار ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عبدالصبور هاشمي وویل، «طالبان هڅه کوي چې د تخار ولایت د سرحدي سیمو په نیولو سره د منځنۍ اسیا هېوادونه او روسیه تر اغېز لاندې راولي.»

هغه وویل، له دې امله د طالبانو بریدونه اکثر د کوکچې سیند په شمالي ولسوالیو باندې او په سیمه کې له کوکچې سیند څخه اخوا په خواجه بهاءالدین، دشت قلعه، درقد، ینګي قلعه، چاه آب او رستاق ولسوالیو باندې متمرکز دي.‌

د دې کار زیانونه افغانانو ته رسېږي. د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ اوسېدونکیو وویل چې اورپکو د ملکي خلکو کورونه ولوټل. دغه ولسوالي د نژدې ۱۰ ورځو په مخه د طالبانو تر کنټرول لاندې وه.

د ولسوالۍ د مرکز ډېرو اوسېدونکیو د طلبانو له برید څخه وروسته خپل کورونه پرېښودل. کله چې هغوی راستانه شول، ویې لیدل چې اورپکو هر څه غلا کړي ول. همدغو اورپکو کورونو ته اور ورته کړی وو.

د ولسوالۍ د مرکز یوه اوسېدونکي جمعه خان اشرفي چې ۴۴ کاله عمر لري، وویل، «طالبانو زمونږ خلک خراب کړل. هغوی خپل کورونه او معیشتونه له لاسه ورکړل.»

هغه وویل، «هغوی مونږ مجبور کړو چې خپل کورونه پرېږدو. هغوی زمونږ په کور کې خپل مرکز جوړ کړی وو او زمونږ ټول شیان یې غلا کړل.»

د خواجه غار یوه بل اوسېدونکي دادالله سلیمي چې ۳۸ کاله عمر لري، وویل، «طالبانو د ملکي خلکو کورونو ته اور ورته کړ. هغوی هر هغه څه چې ملکي خلکو لرل ویجاړ کړل.»

هغه له جنګ څخه ممکن رامنځته شوي ویجاړي ته په اشارې سره وویل، «زمونږ د کوټو چتونه رانسکور شول.»

هغه وویل، «زه نه پوهېږم چې زما کورنۍ او زه څنګه کولی شو چې خپل کور بیا ورغوو. ژمی ډېر رانژدې دی او زه وس نه لرم چې جوړ یې کړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دیرخکلی

ځواب ورکړئ