کابل -- رسنیو د یکشنبې په ورځ / د اپریل ۹ مه/ راپور ورکړ چې افغان سرتېرو په غزني او پکتیکا ولایتونو کې په ترتیب سره د حقاني شبکې او القاعدې لږ تر لږه ۹ تنه اورپکي ووژل.
د غزني ولایت د امنیې قوماندان امین الله امرخېل وویل، د افغان هوایي ځواک یوه برید د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د دوه قوماندانانو په ګډون د حقاني شبکې ۶ غړي ووژل.
د خامه پرېس د راپور په اساس، د دفاع وزارت وویل چې د پکتیکا ولایت په جانیخېلو ولسوالۍ کې یوې بلې حملې د القاعدې شبکې لږ تر لږه ۳ اورپکي ووژل.
د دفاع وزارت زیاته کړه چې، په کندوز او ننګرهار ولایتونو کې هم په ترتیب سره لږ تر لږه ۸ طالبان او ۸ داعشیان ووژل شول.