مقامات د طالبانو کورنیو ته د مړو د امتیازاتو راپورونه څېړي

د سټاف راپور

کندوز -- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ / د اپریل ۱۰مه/ راپور ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت هغه راپورونه څېړي چې د کندوز والي د وژل شویو طالبانو کورنیو ته پس مرګي امتیازات تادیه کړي دي.‌

د کندوز والي اسدالله عمرخېل د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې خواوشا ۵۰ الی ۶۰ دغه ډول کورنیو امتیازات ترلاسه کړي دي.‌

هغه وویل،‌ هغه وروسته له هغه دغه تادیات وکړل چې هغوی یې غوښتنه وکړه ځکه چې هېواد دا «سخاوت» لري چې داسې وکړي.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وویل،‌ د کورنیو چارو وزارت به د هغو کسانو قانوني تعقیب وکړي چې پیسې یې اختلاس کړي دي.‌

طلوع نیوز د افغان ملي اردو د یوه عسکر د مور خبرې را اخیستې وې چې ویل یې د هغې زوی څو میاشتې مخکې ووژل شو خو هغې د حکومت له خوا هېڅ‌ مرسته ترلاسه نه کړه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500