سرپل -- پژواک خبري اژانس د دوشنبې په ورځ / د اپریل ۱۰مه/ راپور ورکړ چې په سرپل ولایت کې لږ تر لږه ۱۰ تنه اورپکي ووژل شول.
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت د دوشنبې په ورځ وویل، عسکرو ۹ تنه اورپکي په صیاد ولسوالۍ کې د البرز عملیاتو په ترڅ کې ووژل او یو بل کس یې د سرپل ښار په لمنو کې وواژه. نوموړي زیاته کړه چې په مړو کې داسې یو قوماندان هم شامل وو چې په وروستیو وختونو کې له داعش سره یوځای شوی وو.
د پولیسو په وینا، امنیتي ځواکونو د پروان ولایت په چاریکارو کې یو مشکوک کس چې وسلې او د ۲۰۰۰ مرمیو په شمول مهمات ورسره ول، ونیو.