کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې، امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ / د اپریل ۱۷مه/ د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ یوه حمله په شا وتمبوله، او د طالبانو د یوه پیاوړي قوماندان په شمول یې لږ تر لږه ۸ تنه بریدګر ووژل.
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت تایید کړه چې، اورپکو په ولسوالۍ باندې له درې بېلابېلو خواوو نه حمله وکړه خو امنیتي ځواکونه په چټک ډول لاس په کار شول او هغوی یې بېرته په شا وتمبول.
طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ / د اپریل ۱۸مه/ راپور ورکړ چې، د جګړې په ترڅ کې یو ملکي کس هم ووژل شو او ۴ تنه نور ټپیان شول.