تمه ده چې په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د پیستې تولیدات له ۱۰۰۰ ټنو څخه واوړي

د سټاف راپور

بدخشان -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ / د اپریل ۱۳مه/ راپور ورکړ چې، د افغانستان د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت وړاندوینه وکړه چې سږ کال به په بدخشان ولایت کې د پیستې تولیدات له ۱۰۰۰ ټنو څخه زیات شي.

د وزارت په وینا، په بدخشان ولایت کې باغ لرونکيو په خواوشا ۱۵۱ هکتاره ځمکه باندې پیسته کرلې ده.

وزارت زیاته کړه، د افغانستان پیسته په نړیواله سطحه ستایل شوې ده او د دغه زړي لوړه اندازه محصولات به ملي عواید زیات کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500