لښکرګاه، افغانستان -- چارواکو د شنبې په ورځ / د اپریل ۱۵مه/ ای اېف پي ته وویل، لږ تر لږه ۱۱ تنه ملکي خلک هغه وخت ووژل شول چې د سرک د غاړې یوه بم د افغانستان په نا ارام جنوبي ولایت هلمند کې د هغوی موټر وواهه.
د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک ای اېف پي ته وویل، چاودنه د اپریل په ۱۴مه هغه وخت وشوه چې مسافرو د ناوې لیرې پرتې ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز لښکرګاه ته سفر کاوه.
ځواک وویل، «چاودنه قوي وه او په موټر کې موجود کسان ټول ووژل شول.» نوموړي زیاته کړه، چارواکي د دې معلومولو هڅه کوي چې آیا په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
د هلمند د امنیې قوماندان اغا نور کینتوز د چاودنې پړه پر طالبانو ورواچوله، او ویې ویل چې په دغه سرک باندې ماینونه د دې لپاره اېښودل شوي ول چې افغان امنیتي ځواکونه چې هلته ډېر تګ راتګ کوي په نښه کړي.