افغان طالبان د پسرلي عملياتو پيلولو اعلان کوي

ای ايف پي

کابل -- افغان طالبانو د جمعې په ورځ (د اپریل په ۲۸مه) د خپلو پسرلي د عملياتو پيلولو اعلان وکړو.

طالبانو دغه عملياتو ته د منصوري عملياتو نوم ورکړو. دوی د دغه عملياتو لپاره د خپل هغه پخواني مشر نوم استعمال کړو کوم چې په تېره مياشت کې په بلوچستان کې وژل شوی وو.

دغه اعلان وروسته له هغې وشو کله چې طالبانو د اپريل په ۲۱مه د افغانستان په شمال کې په پوځي کيمپ کې په يو بريد کې يو شمير افغان سرتېري هغه وخت ووژل کله چې هغوی د جمعې مونځ کولو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500