کابل د سردار داودخان روغتون بیا پرانست

د سټاف راپور

کابل -- د طلوع نیوز د راپور په اساس، د اردو یوه چارواکي د سې شنبې په ورځ / د می۲ مه/ وویل، چې د کابل د سردار داودخان پوځي روغتون د بیا رغونې له بشپړتیا څخه وروسته بیا پرانستل شو.‌

اورپکو په دغه روغتون د مارچ په میاشت کې برید وکړ او لږ تر لږه ۵۰ افغانان یې ووژل.

د افغان ملي اردو د روغتیایي پاملرنې د خدمتونو رییس عبدالرزاق سیاوش وویل،‌ هغه ناروغان چې په لنډمهالي ډول په نورو روغتونو کې تر تداوۍ لاندې نیول شوي ول بېرته هلته داخل کړای شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500