حکمتیار کابل ته راستون شو

ای اېف پي

کابل -- یو پخوانی جنګسالار چې «د کابل قصاب» په نامه یادېده د پنجشنبې په ورځ /د می ۴ مه/ سهار د افغانستان پلازمېنې کابل ته د دغه ښار له ترک کولو نه دوه لسیزې وروسته راستون شو. په نوموړي تور دی چې هلته یې جنګي جرمونه ترسره کړي دي.

پخوانی لومړی وزیر، ګلبدین حکمتیار، بېرته فعال سیاسي ژوند ته وروسته له هغه راستون شو چې د هغه غیرفعالې اورپکې ډلې، حزب اسلامي، د سپتمبر په میاشت کې له حکومت سره یو د سولې تړون لاسلیک کړ.

پلازمېنې کابل ته د هغه کاروان ته سلګونو مینه والو ښه راغلاست وویل.

حکمتیار ته دغه ناوړه نوم د هېواد د ۱۹۹۲ - ۱۹۹۶ د کورنۍ جګړې پر وخت چې نوموړی لومړی وزیر وو او پلازمېنه یې محاصره کړې وه ورکول شو.

حکمتیار د شنبې په ورځ /د اپریل ۲۹ مه/ په لغمان ولایت کې په یوه غونډه کې عادي ژوند ته راوګرځېد. لغمان د کابل ختیځ لوري ته د دوه ساعتونو په مزل لیرې پروت دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500