کابل -- افغانستان ټایمز د سې شنبې په ورځ /د می ۹ مه/ د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ، چې افغان سرتېرو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې په بېلابېلو ولایتونو کې ۷۱ تنه اورپکي ووژل.
اردو د سې شنبې په ورځ وویل، چې عسکرو د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو یو د قوماندې او کنټرول مرکز ویجاړ کړ.
د هلمند د والي ویاند عمرځواک وویل، چې عسکرو د هزاره کلا سیمې کنټرول بېرته ترلاسه کړ.