هلمند -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ / د اګست ۸ مه/ راپور ورکړ، چې افغان سرتېرو په هلمند ولایت کې د طالبانو پټنځایونه ویجاړ کړل.
محلي حکومتي چارواکو وویل، چې عسکرو په ناوه ولسوالۍ کې برید وکړ، او زیاته یې کړه چې هغوی د وسلو صندوقونه، توغندي، لارۍ، لپ ټاپونه او چاودېدونکي توکې ونیول.
چارواکو زیاته کړه، چې عسکرو ګڼ شمېر توغندي ویجاړ کړل.