پولیسو د داعش مستخدم ونیو؛ په کونړ کې ۵ طالبان تسلیم شول

د سټاف راپور

اسد اباد -- د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، چارواکو د سې شنبې په ورځ / د می ۹ مه/ وویل، چې پولیسو په کونړ ولایت کې د داعش یو مستخدم یا د کسانو جذبوونکی ونیو، په داسې حال کې چې ۵ طالب اورپکي تسلیم او د سولې پروسې سره یوځای شول.

پولیسو وویل، چې هغوی د داعش لپاره د کسانو جذبوونکی، چې د عطاءالله په نامه یاد شوی او د هغه د جرم یو شریک، ونیول، او زیاته یې کړه چې دغو دوه کسانو ځوانان په ننګرهار ولایت کې جګړې ته لېږل.

پولیسو وویل، چې په ناړۍ ولسوالۍ کې ۵ طالبانو اورپکي پرېښودله او د سولې پروسې سره یوځای شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500