کابل -- چارواکو وویل، چې د هغو لسګونو اورپکو په ډله کې چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ووژل شول ۲۶ تنه د داعش فعالان او یو د طالبانو تش په نامه والي هم شامل ول.
د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ / د جون ۴ مه/ وویل، چې په ۱۵ ولایتونو کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې هوایي او ځمکنیو عملیاتو د داعش د ۲۶ غړو په شمول ۶۳ تنه اورپکي ووژل.
د طلوع نیوز د خبر له مخې، د کاپیسا پولیسو وویل، چې د یکشنبې په ورځ د افغان هوایي ځواک د یوه برید په ترڅ کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي او ۱۰ تنه نور یاغیان ووژل شول.