ننګرهار -- رسنیو د یکشنبې په ورځ / د جون ۱۱ مه/ راپور ورکړ، چې په ننګرهار ولایت کې دوه چاودنو ۸ تنه اورپکي ووژل.
د طلوع نیوز او خامه پرېس د راپورونو په اساس، افغان ملي اردو د شنبې او یکشنبې په ورځو په خبرپاڼو کې وویل، چې ۴ تنه اورپکي چې په حصارک ولسوالۍ کې یې د سرک د غاړې یو بم ښخاوه، هغه وخت ووژل شول چې بم یې د شنبې په ورځ / د جون ۱۰ مه/ له وخت نه مخکې وچاودېد، په داسې حال کې چې ۴ طالبان هغه وخت ووژل شول چې د هغوی په پېک آپ موټر په شېرزادو ولسوالۍ کې چاودنه وشوه.
خامه پرېس د شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې عسکرو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په یوه جګړه کې درې تنه طالبان ووژل.