کابل -- چارواکو د یکشنبې په ورځ / د می ۱۴ مه/ وویل، چې په لوګر او کندهار ولایتونو کې په بېلابېلو سببونو ۲۴ تنه طالب اورپکي مړه شول.
د خامه پرېس د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې ۴ تنه اورپکي چې په محمدآغه ولسوالۍ کې یې د سرک د غاړې بم اېښوده له وخت نه مخکې د چاودنې له امله ووژل شول.
د دفاع وزارت وویل، چې یوه بل د سرک د غاړې بم د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې ۱۰ تنه طالبان ووژل.
د دفاع وزارت زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونو د کندهار ولایت په نېش ولسوالۍ کې ۱۰ تنه اورپکي ووژل.