کابل -- د طالبانو د یوه تش په نامه مرستیال والي په شمول لږ تر لږه ۶۴ تنه اورپکي او ۱۴ تنه افغان عسکر د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د امنیتي عملیاتو او د تاوتریخوالي په پېښو کې ووژل شول.
افغانستان ټایمز راپور ورکړ چې د دفاع وزارت د اګست په ۳۰مه وویل چې امنیتي ځواکونو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۵۸ تنه اورپکي ووژل، او د طالبانو د نظامي کمېسیون د مشر په شمول ۱۶ تنه نور یې ونیول.
د دفاع وزارت زیاته کړه چې ۱۱ تنو افغان عسکرو هم د خپلې وظیفې د ترسره کولو پر وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په جلا ډول، د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ ولسوال فرید افغانیار د اګست په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د غور ولایت له پاره د طالبانو له خوا نومول شوی مرستیال والي د یادې ولسوالۍ د مدیرانو په کلي کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
د نیمروز ولایت د دل آرام ولسوالۍ ولسوال نجیب الله حیات د اګست په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې لږ تر لږه ۳ تنه افغان عسکر د هرات - کندهار په لویه لاره په دل آرام ولسوالۍ کې د سرک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شول او ۴ تنه نور ټپیان شول.
خامه پرېس د اګست په ۳۰ مه د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړ چې د پنځو اورپکو تر څنګ د طالبانو یو قوماندان د سرک د غاړې د یوه بم په چاودنه کې چې ښایي د هغوی د خپلو ملګرو له خوا د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې اېښودل شوی وو ووژل شو.