هلمند -- خامه پرېس راپور ورکړ، چې د هلمند ولایت په دوه ځانمرګو بمي بریدونو کې چې په کې سیالو ډلو یو بل د چارشنبې په ورځ / د جون ۱۴ مه/ په نښه کړل، ۳۰ تنه طالب اورپکي ووژل شول.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وویل، لومړي بمي بریدګر، چې د ملا هبت الله اخونزاده د ډلې کس وو، د رسول په جلا شوي ګروپ حمله وکړه او۲۶ کسان یې ووژل.
سرچینو وویل، چې د رسول د ډلې یوه غړي چې د غچ اخیستنې په تکل کې وو خپل ځان ته چاودنه ورکړه او هبت الله د ګروپ ۴ غړي یې ووژل.