کابل -- چارواکو د سې شنبې په ورځ / د جون ۲۰ مه/ وویل، چې طالب وسله والو ۸ تنه افغان ساتونکي چې په افغانستان کې په تر ټولو لوی امریکایي بېس کې یې کار کاوه ووژل.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدسي وویل، ساتونکو ته د کابل په شمال کې د بګرام بېس سره نژدې هغه وخت کمین نیول شوی وو چې هغوی د دوشنبې په ورځ ناوخته د موټرو په یوه کاروان کې خپلو کورونو ته ستنېدل.
هغه وویل، «هغوی ټول محلي خلک ول چې په بګرام کې یې د ساتونکو په توګه کار کاوه،» او زیاته یې کړه چې دوه نور ساتونکي ټپیان شول.
طالبانو د دغه پېښې مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی.