په هلمند او هرات کې ۷ پولیسان ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو د سې شنبې په ورځ / د جون ۲۰ مه/ راپور ورکړ، چې په هلمند او هرات ولایتونو کې د تاوتریخوالي په نتیجه کې ۷ تنه پولیس افسران ووژل شول.

د ولایت د رسنیو د دفتر د معلوماتو په اساس، ۴ تنه پولیسان د سې شنبې په ورځ په هلمند ولایت کې په لښکرګاه - کندهار لویه لاره هغه وخت ووژل شول چې د هغوی موټر یو ماین وواهه.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، محلي چارواکو د مړو شمېر ۶ تنه یاد کړ.

پژواک خبري اژانس د ولایتي ادارې د معلوماتو په اساس راپور ورکړی، چې درې تنه سرحدي پولیس افسران د دوشنبې په ورځ / د جون ۱۹ مه/ د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د طالب جګړه مارو د یوه ګروپ له خوا په ډزو ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500