محمود راقي، افغانستان -- د رسنیو د راپورونو په اساس، په کاپیسا او پکتیا ولایتونو کې د بېلابېلو نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۸ تنه اورپکي او یو پولیس افسر ووژل شول.
د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې جګړه د سې شنبې په ورځ / د جون ۱۳ مه/ د وخته په تګاب ولسوالۍ کې پیل شوه او ۱۱ تنه اورپکي یې ووژل.
هغه وویل، د محلي ملېشې غړو په جګړه کې له افغان محلي پولیسو سره مرسته وکړه.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د ولایت د امنیې قوماندانۍ وویل، چې د یکشنبې په ورځ /د جون ۱۱ مه/ د پکتیا ولایت په ګردېز کې په جګړه کې ۷ تنه اورپکي او یو پولیس افسر ووژل شول.