کندهار -- پژواک خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ / د جون ۲۲ مه/ راپور ورکړ، چې پاکستاني او افغان پوځي افسرانو چې د چمن په پوله ځای پرځای شوي دي په دې سره سلا وکړه چې د یو شمېر سرحدي کلیو په رابطه د شخړې تر حلېدلو پورې په خپلو کې سره اوربند ټینګ کړي.
دغه هوکړه د افغان سرحدي پولیسو په کوربه توب هغه روژه ماتي کې وشوه چې د خپلو پاکستاني سیالانو په درناوي کې یې برابر کړی وو.
په سپین بولدک کې د افغان سرحدي پولیسو قوماندان ډګروال محمد شریف غازي وویل، چې دواړو لوریو په دې سره هوکړه وکړه چې د سرحد اړوند ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.