په افغان عملیاتو کې په ۳۲ وژل شویو اورپکو کې د القاعدې غړی شامل دی

سلام ټایمز

میدان وردک -- د رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په ۳۲ وژل شویو اورپکو کې د القاعدې یو غړی هم شامل دی.

د خامه پرېس د راپور له مخې، د دفاع وزارت د شنبې په ورځ / د جون ۲۴ مه/ وویل، چې د القاعدې د یوه یاغي په شمول ۶ تنه اورپکي د میدان وردک ولایت په جغتو ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې ووژل شول.

د دفاع وزارت زیاته کړه، چې ۵ تنه نور اورپکي په کندهار او کونړ ولایتونو کې په اچول شویو چاپو کې ووژل شول.

د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ / د جون ۲۵ مه/ وویل، چې عسکرو په ۱۲ ولایتونو کې ۲۱ تنه نور اورپکي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500