کابل -- د طلوع نیوز د راپور له مخې، د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د سې شنبې په ورځ / د جون ۲۷ مه/ تایید کړه، چې افغانستان او پاکستان پلان لري چې ژر داسې هیئتونه یو بل ته ولېږي چې د یاغیتوب پر ضد د مبارزې لپاره یوه ګډه ستراتیژي جوړه کړي.
تمه ده چې یو افغان هیئت پاکستان ته لاړ شي او پاکستانی هیئت افغانستان ته.
د افغان ولسمشر اشرف غني یوه ویاند شاه حسین مرتضوي را روانې خبرې تایید کړې خو نور جزیات یې ورنه کړل. هغه هیله څرګنده کړه چې دغه هیئتونه به د ترهګرۍ پر ضد مؤثر ګامونه پورته کړي.