کابل -- پژواک خبري اژانس د چارشنبې په ورځ / د جون ۲۸ مه/ راپور ورکړ، چې د هغو ۴ پولیس افسرانو په ډله کې چې په بدخشان او فراه ولایتونو کې ووژل شول ۲ ښځینه پولیسانې شاملې وې.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ تایید کړه، چې اورپکو د سې شنبې په ورځ / د جون ۲۷ مه/ دغه دوه افسرانې چې سره خویندې وې، د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې وتښتولې او یوه ورځ وروسته یې ووژلې.