درزاب -- امریکاغږ د دوشنبې په ورځ / د جولای ۳ مه/ د جوزجان د سرپرست والي عبدالرحمان محمودي له قوله راپور ورکړ، چې داعش د تېرو ۱۰ ورځو په ترڅ کې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې له لسو نه ډېر ښوونځي ویجاړ کړي دي.
ټول متاثر شوي ښوونځي د اوړي د رخصتۍ له امله بند شوي ول.
محمودي وویل، چې په دغو ښوونځیو کې یوه د نجونو لېسه وه، چې داعش «په بشپړ ډول وسوزله»، او زیاته یې کړه چې اورپکو «په سیمه کې نور ښوونځي لوټ کړل».
یوه ځایي اوسېدونکي له امریکاغږ سره د خبرو کولو پر وخت د امنیتي اندېښنو له امله د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې داعش په سیمه کې نجونو ته اخطار ورکړ چې نور دې ښوونځیو ته نه ځي.