زده کړه

د درزاب اوسېدونکو د داعش له خوا د ښوونځیو ویجاړول وغندل

د سلیمان راپور

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۶ د اګست په ۱ اخیستل شوی، د افغان امنیتي ځواک یو غړی د ختیځ ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې چې د داعش اورپکو په کې ځای نیولی وو، ګزمه کوي.‌ [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۶ د اګست په ۱ اخیستل شوی، د افغان امنیتي ځواک یو غړی د ختیځ ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې چې د داعش اورپکو په کې ځای نیولی وو، ګزمه کوي.‌ [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]

جوزجان ولایت -- د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي دا ردوي چې د داعش له خوا تحمیل شوي افراطي نصاب ته سرونه ښکته کړي.

ولایتي چارواکي وایي، د جون له میاشتې راهیسې چې داعش دغه ولایت ته ننوتی دی، په درزاب ولسوالۍ کې یې له لسو څخه ډېر ښوونځي ویجاړ کړي دي. د نجونو یوه لېسه تر ټولو وروستی ښوونځی وو چې د دغې ډلې د افراطیت قرباني شوه.‌

د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست رییس عبدالحی یشین سلام ټایمز ته وویل، «د داعش غړو په سردره کلي کې حمله وکړه او د درزاب د نجونو ښوونځي ته داخل شول. لومړی هغوی د لابراتوار ټول وسایل لکه د بیولوژي اړوند مجسمې او اسکلېټونه ویجاړ کړل. بیا... هغوی ښوونځی وسوزاوه.»‌

هغه وویل، «داعش تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې په ښوونځیو او جوماتونو کې داسې اعلانونه خپاره کړي چې وایي، د اوړي په پای کې د ښوونځیو په پرانستلو سره به دغه ډله 'د اسلامي خلافت' نصاب پلی کوي.‌

یشین وویل، «سره له دې چې درزاب یوه لیرې پرته سیمه ده، د دغه ځای اوسېدونکي له کلتور او ساینس سره مینه لري. د درزاب نجونې او هلکان ټول له ښوونې او روزنې سره ډېره او دومره مینه لري، چې د درزاب د ۴۷ ښوونځیو ۴۴٪ زده کوونکي نجونې دي.»

د یشین په وینا، په درزاب کې د طالبانو او داعش له موجودیت سره سره، په دغې ولسوالۍ کې ۴۷ ښوونځي موجود دي چې له ۱۵۰۰۰ څخه ډېر نارینه او ښځینه زده کوونکي په کې درسونه وایي.‌

هغه وویل، «۱۲ ښوونځي د درزاب په هغو سیمو کې دي چې طالبان یې کنټرولوي. که حکومت د داعش پر ضد لاس په کار نشي... اورپکي به ټول ښوونځي بند کړي. هغوی به زده کوونکیو، په ځانګړې توګه نجونو ته اجازه ورنه کړي، چې خپلې ښوونې او روزنې ته دوام ورکړي.»‌

د ښوونې او روزنې لپاره 'مبارزې ته تیار'

د جوزجان ولایت زده کوونکي او د هغوی میندې پلرونه وایي، هغوی په خپل ولایت کې د داعش د عملونو په هکله وارخطا دي.‌

په درزاب کې یوې ۱۳ کلنې زده کوونکې نسیمې وویل، «زه غواړم چې زده کړه وکړم او د جوزجان د نجونو لپاره یوه ښه ښوونکې شم،»‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «خو، زه زمونږ په سیمه کې د داعش د حضور له امله وارخطا یم او وېرېږم چې هغوی به ما ښوونځي ته له تګ څخه منع کړي،»‌

د درزاب یوه ۴۵ کلن اوسېدونکي شکرالله سلام ټایمز ته وویل، «زما لور او دوه زامن د ښوونځي زده کوونکي دي،‌ او زه له سهاره تر ماښامه کار کوم چې... زما ماشومان زده کړه وکړي او د خپل پلار په څېر بېسواد پاتې نشي،»‌

هغه وویل، «زه د خپلو ماشومانو راتلونکي ته ډېر هیله من یم. زه به داعش یا بل چا ته اجازه ورنه کړم چې زما د ماشومانو د ښوونې او روزنې مخه ونیسي.»‌

شکرالله وویل، «زه دې ته تیار یم چې د داعش پر ضد جګړه وکړم،»

د داعش عملونه 'غیر اسلامي او غیرانساني دي'

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري سلام ټایمز ته وویل، «داعش په درزاب کې د وحشتونو ترسره کولو ته دوام ورکوي. د درزاب په ځینې سیمو کې، د داعش غړي...‌ښوونځی، جوماتونه،‌ کورونه او باغونه د خپلو مورچلو او سنګرونو په توګه استعمالوي.»‌

هغه وویل، ځایي حکومتي ادارې به داعش ته اجازه ورنه کړي چې خپل افراطي نصاب په ښوونځیو کې پلی کړي.‌

غفوري وویل، «امنیتي ځواکونو داسې پلانونه چمتو کړي چې داعش ویجاړ کړي، او په راتلونکیو څو ورځو کې به په درزاب ولسوالۍ کې یو لوی تصفیوي عملیات ترسره شي چې دغه ولسوالي د داعش له منګولو څخه ازاده کړای شي،»‌

لوی عملیات لا تر اوسه پورې نه دي پیل شوي، خو کوچني افغان ځمکني او هوایي عملیات او د ایتلافي ځواکونو یو شمېر هوایي بریدونه ترسره کیږي.‌

د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان یوه اوسېدونکي او دیني عالم مولوي عبدالکریم وویل،‌ «اسلام د علم او پوهې ترلاسه کول د سړیو او ښځو دواړو لپاره په برابر ډول فرض ګرځولي دي،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ښوونځیو ویجاړول او سوزول د کلتور، ښوونې او روزنې، افغاني دودونو او اسلامي اساساتو په وړاندې د داعش د غړو دښمني ښیي،»‌

هغه وویل، «داعش، چې تر دې مخکې یې په جوماتونو باندې بریدونه کړي، قومي مشران یې وژلي یا ماشومان او ښځې یې تښتولي، اوس ښوونځي ویجاړوي.‌ تر دې پورې چې هغوی له جوماتونو څخه د خپلو جنګي مورچلو په توګه کار اخیستی دی.»

عبدالکریم وویل، «زه په صریح ډول دا وایم، چې هغه څه چې داعش یې کوي، غیراسلامي او غیرانساني دي،‌ چې په هېڅ دین یا فرقه کې ځای نه لري،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش او طالب د یوې سکې دوه مخونه یا د عین پروژې بېلابېلې مرحلې دي چې نړیوال قوتونه یې د پاکستان تر مدیریت لاندې د یو شمېر احمقانو په کارولو سره تطبیقوي او په دې توګه په افغانستان کې د یوه انساني نظم او نظام مخه پرې نیسي. په افغانستان کې فعال داعش یو په پاکستان کې جوړ داعش دی چې شاید له عربي داعش سره فرق ولري. لعنت د افغانستان په دښمنانو.

ځواب ورکړئ