کابل -- په واشنګټن کې د روبوټ جوړونې د سیالۍ تنظیموونکیو د چارشنبې په ورځ / د جولای ۱۲ مه/ وویل، چې د افغان نجونو یوه ټیم چې متحده ایالاتو ته د سفر د وېزو غوښتنې یې رد شوې وې اوس اجازه ترلاسه کړه چې هلته ورشي.
د متحده ایالاتو د رسنیو د راپورونو له مخې، وروسته له هغه چې خلکو له دې امله غوسه څرګنده کړه، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مقاماتو له خوا د ښوونځي د نجونو د وېزو د غوښتنلیکونو ردول بېرته واخیستل.
د ټیم غړو ای اېف پي ته وویل، هغوی ۶ میاشتې د خپل روبوټ په جوړونه باندې کار وکړ، او هغوی دغه روبوټ د ټیټې کچې ټکنالوجۍ او مستعملو موادو لکه بوتلونو او کوتیو په کارولو سره جوړ کړی دی.
د ډیجیټل سټیزن فاونډېشن اړوند تنظیموونکي علي رضا مهربان وویل، دا په ځانګړې توګه سخت کار وو چې د جګړه ځپلي افغانستان په سخته محافظه کاره ټولنه کې داسې نجونې پیدا کړای شي چې د هغوی کورنۍ هغوی ته اجازه ورکړي چې په داسې پروګرام کې برخه واخلي.