د افغانستان - منځنۍ اسیا د خبرو اترو څلورمه غونډه په بامیانو کې جوړه شوه

سلام ټایمز

بامیان -- طلوع نیوز راپور ورکړ،‌ چې د منځنۍ اسیا جیګپوړي چارواکي د افغانستان د ستراتيژیکو څېړنو د انسټیټیوټ له خوا تنظیم شوي دوه ورځني کانفرانس کې سره ګوري چې سوداګرۍ، او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې سیمه ییزې همکارۍ ته وده ورکړي.‌

د افغانستان - منځنۍ اسیا د خبرو اترو د څلورم کانفرانس دوه ورځنۍ غونډه د جمعې په ورځ / د جولای ۱۴ مه/ پیل شوه. برخه وال د داسې مېکانېزمونو په هکله خبرې اترې کوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزو او سیاسي اړیکو ته وده ورکړي.‌

د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله چې په دې غونډه کې یې برخه اخیستې، وویل، «د سیمې ټول هېوادونه باید د ترهګرو پر ضد جګړه کې برخه واخلي،»‌

هغه په افغانستان کې د جګړه کوونکو بېلابېلو ډلو تر منځ د توپیر کولو د نظریې په ردولو سره، وویل، «په ترهګرو کې ښه او بد نشته،»

طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې په بامیانو کې د بودا تاریخي مجسمو ته چاودنې ورکړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500