ديپلوماسي

د افغانستان - منځنۍ اسیا ناستې د دوه اړخیز اعتماد جوړونې غوښتنه وکړه

د نجیب الله راپور

په عکس کې 'د افغانستان - منځنۍ اسیا د ډیالوګ' برخه وال ښودل کیږي. دغه ناسته د جولای په ۱۴ - ۱۵ مه په بامیانو کې ترسره شوه. [د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو انسټیټیوټ څخه د عکس له امله مننه]

په عکس کې 'د افغانستان - منځنۍ اسیا د ډیالوګ' برخه وال ښودل کیږي. دغه ناسته د جولای په ۱۴ - ۱۵ مه په بامیانو کې ترسره شوه. [د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو انسټیټیوټ څخه د عکس له امله مننه]

کابل -- د افغانستان - منځنۍ اسیا د ډیالوګ څلورمه دوره تېره اونۍ په بامیانو کې ترسره شوه، او ویې ښودله چې ښایي سیمه ییزه او نړیواله سوله له ګاونډیانو څخه د وېرېدلو پرځای د هغوی د لا ښه پېژندلو له لارې په لا ډېره اسانۍ سره وموندل شي.‌

دغه کانفرانس، چې د افغانستان د ستراتيژیکو څېړنو د انسټیټیوټ (AISS) له خوا ترتیب شوی وو، د جولای په ۱۴ - ۱۵ مه ترسره شو.‌

د قزاقستان،‌ ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، هند او پاکستان په شمول د لږ تر لږه ۱۰ هېوادونو استازو او نړیوالو موسسو د «جیو پولیټیکس او ترهګرۍ تر منځ رابطه» په هکله خبرې اترې وکړې.‌

د افغانستان د ستراتيژیکو څېړنو د انسټیټیوټ (AISS) رییس داود مرادیان وویل، د افغانستان ګاونډیان، په ځانګړې توګه هغه چې د منځنۍ اسیا دي، د افغانانو له مسایلو سره د کافي بلدتیا د نشتوالي له امله له افغانستان څخه وېرېږي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، لومړنی ګام، چې د دغه کانفرانس هدف وو چې ترسره یې کړي، دا وو چې د سیمه ییزو هېوادونو تر منځ‌ د لا ښې بلدتیا لپاره لارې چارې جوړې کړي او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته دا تسکین ورکړي چې د افغانستان په وړاندې اندېښنې ونه لري.‌

هغه وویل، د سیمې هېوادونه کولی شي چې په افغانستان کې د سولې او امنیت د رامنځته کولو په برخه کې یو مثبت رول ترسره کړي، او زیاته یې کړه، چې د یو بل د چارو په هکله لا ښه صحیح خبرتیا به دوه اړخیز اعتماد او همکاري جوړه کړي.‌

د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د کانفرانس په لومړۍ ورځ وویل، ترهګري لا هم تر ټولو لویه سیمه ییزه ننګونه ده.‌

هغه وویل، هغه ترهګر چې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې فعال دي، عین هغسې هدفونه لري چې په افغانستان کې فعال ترهګر یې لري -- چې امنیت خرابوي او هم افغانانو او افغان حکومت ته تاوانونه وراړوي او هم د خپلو هېوادونو حکومتونو او خلکو ته.‌

عبدالله وویل، «افغانان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او سخت کړاوونه یې ګاللي دي. د منځنۍ اسیا هېوادونه باید د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره په ګډه سره کار وکړي.»

هغه د غونډې په برخه والو تاکید وکړ چې خپلو هېوادونو ته «په جګړه کې د همکارۍ د موازنې» پیغام وېسي او په دې خبره یې زور واچاوه چې افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو سره ژورې تاریخي، کلتوري او روحاني اړیکې لري.‌

د اورپکو تر منځ توپیر نشته

عبدالله د کانفرانس برخه والو ته وویل، طالبان، داعش، القاعده او نورې ترهګرې ډلې ټول د خلکو دښمنان دي.

هغه وویل، «د ښو او بدو ترهګرو تر منځ فرق کول ... صحیح نه دي. زمونږ د لید له مخې، د ترهګرو تر منځ فرق نشته،‌»

د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند جیګپوړې مرستیالې رئیسې بشرا ګوهر چې په دغه کانفرانس کې یې برخه اخیستې وه، دې ته ورته احساسات څرګند کړل.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، هغې وویل، «که مونږ اجازه ورکړو چې زمونږ خاوره د یاغیانو له خوا چې په هغوی کې ښه (ترهګر) او بد (ترهګر) نشته وکارول شي، هغوی به زمونږ خاوره د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره وکاروي.

د بامیانو والي محمد طاهر زهیر د سیمه ییزې همکارۍ د ودې غوښتنه وکړه.‌

د طلوع نیوز د راپور له مخې، هغه وویل، «مونږ نشو کولی چې په یوازې ځان امنیت راولو؛‌ هغه داسې یوه لاسته راوړنه ده چې کېدای شي په ګډه ترسره شي،‌ او د هغې نه موجودیت به په سیمه او نړۍ باندې اغېز وکړي،»‌

د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو د انسټیټیوټ په وینا، د افغانستان - منځنۍ اسیا د ډیالوګ هدف دا دی چې د سیاسي ډیالوګ، امنیتي همغږۍ، اقتصادي همکارۍ او د کلتوري راکړې ورکړې په برخو کې دوه اړخیز پوهاوي او عملي حلونو ته وده ورکړل شي.‌

د دغو خبرو اترو لومړۍ ناسته د ۲۰۱۳ په ډسمبر کې په کابل کې، دویمه د ۲۰۱۴ په ډسمبر کې په کابل کې او درېیمه یې د ۲۰۱۵ په ډسمبر کې په مزارشریف کې ترسره شوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500