ديپلوماسي

متحده ایالاتو او منځنۍ اسیا د روان مشارکت او د افغانستان د وضعیت په هکله خبرې اترې وکړې

د سلام ټایمز راپور

متحده ایالاتو، افغانستان، ازبکستان او پاکستان یو څلور اړخیز سیاسي پلاټفورم جوړ کړی ترڅو په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ وکړي. [په ازبکستان کې د متحده ایالاتو سفارت]

متحده ایالاتو، افغانستان، ازبکستان او پاکستان یو څلور اړخیز سیاسي پلاټفورم جوړ کړی ترڅو په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ وکړي. [په ازبکستان کې د متحده ایالاتو سفارت]

تاشکند -- امریکایي چارواکو له منځنۍ اسیا سره د راتلونکیو مشارکتونو او شتو ننګونو، لکه کووېډ -۱۹ وبا او په افغانستان کې د بې ثباتۍ په هکله خبرې اترې روانې کړي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د شنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۶مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې، تېره اونۍ د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکارې الیزابت شیرووډ رنډال په مشرۍ د متحده ایالاتو د څو ادارو یو هیئت د لوړې سطحې په یوه نړۍ وال کانفرانس کې د ګډون لپاره تاشکند ته لاړ.

د «منځنۍ او جنوبي اسیا: سیمه ییز اتصال، ننګونې او فرصتونه» په نامه دغه کانفرانس تېره پنجشنبه او جمعه ترسره شو.‌

دغه هیئت چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا، د دفاع وزارت او د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په کې برخه لرله، هڅه وکړه چې له متحده ایالاتو سره سیمه ییزه همکاري پياوړې کړي.‌

د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د امنیتي چارو سلاکاره ډاکتر الیزابیت شیرووډ رنډال د چنګاښ په نیمایي کې په تاشکند کې له ازبک ولسمشر شوکت میرزایویېف سره لاس ورکوي. [په ازبکستان کې د متحده ایالاتو سفارت]

د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د امنیتي چارو سلاکاره ډاکتر الیزابیت شیرووډ رنډال د چنګاښ په نیمایي کې په تاشکند کې له ازبک ولسمشر شوکت میرزایویېف سره لاس ورکوي. [په ازبکستان کې د متحده ایالاتو سفارت]

شیرووډ رنډال د پروګرام په پیل کې خبرې وکړې، او د متحده ایالاتو او منځنۍ اسیا تر منځ ۳۰ کلنه ملګرتیا یې په ګوته کړه.‌

هغې د یوه ټرانزیټي، سوداګریز او انرژۍ تولیدونکي مرکز په توګه د منځنۍ اسیا د ظرفیت د درک کولو او د چاپېریال له اړتیاوو سره سم د بېخبناوو د جوړونې په برخه کې د متحده ایالاتو په ژمنتیا ټینګار وکړ.

دغه راز، هغې د منځنۍ اسیا لپاره د سي ۵ + ۱ د دپلوماتیک پلاټفورم د یوه ګردي مېز په ملاقات کې برخه واخیستله چې غړو هېوادونو په کې د هغو ننګونو په هکله خبرې وکړې چې کووېډ-۱۹ او په افغانستان کې بې ثباتۍ رامنځته کړي دي.

شیرووډ رنډال له ازبک ولسمشر شوکت میرزایویېف سره په بېلابېلو موضوعاتو او له قزاق، تاجک، ترکمن او ازبک چارواکو سره د سیمې د امنیت، د بشري اندېښنو د لیرې کولو او په سیمه کې د کووېډ-۱۹ د واکسیناسیونونو د شمېر د زیاتولو په هکله خبرې وکړې.

د افغانستان امنیت

د دغه کانفرانس په ترڅ کې، شیرووډ رنډال د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د ازبکستان لپاره د متحده ایالاتو سفیر ډانیل روزینبلوم له افغان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره خبرې وکړې.‌

هغوی په افغانستان کې د روانې امنیتي وضعې، له افغان حکومتي ځواکونو سره د متحده ایالاتو د ملاتړ او د جنګ د پای ته رسولو لپاره د مذاکراتو له لارې د سیاسي حل د ملاتړ په هکله خبرې اترې وکړې.‌

له کتنې څخه وروسته، د سي ۵ +۱ په یوه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ صادره شوه د افغانستان د امنیت او سولې پر وړاندې د شپږ واړو برخه والو هېوادونو په ژمنتیا ټینګار وشو.

د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا تر منځ د سوداګرۍ، ټرانسپورټ او د انرژۍ په برخه کې د اړیکو جوړولو د اړتیا تر څنګ، سي ۵+۱ د افغانستان د امنیت په هکله خپل هدفونه په ګوته کړل چې: «د افغانستان د سولې د پروسې په هکله د دغو په شمول ثابت او ګټور شرایط رامنځته شي چې: د سیاسي حل لپاره په عملي توګه مذاکرات چټک کړای شي،‌ یوې عادلانه او تلپاتې سولې ته د رسېدلو یواځینۍ لاره د خبرو اترو له لارې د داسې سیاسي حل رامنځته کېدل دي چې په نتیجه کې یې یو ټولشمول سیاسي نظام رامنځته شي چې د ټولو افغانانو اساسي حقونو ته په کې درناوی وشی، په افغانستان کې د زور له لارې د نوي حکومت تحمیلول ملاتړ نه لري، او دا چې ترهګرو او د درېیم لوري ځواکونو ته باید هېڅکله هم اجازه ورنه کړای شي چې د سي ۵+۱ هېوادونه یا کوم بل هېواد وګواښي یا برېد پرې وکړي.»

څلور اړخیز مشارکت

په تاشکند کې د متحده ایالاتو سفارت تېره جمعه په یوه اعلامیه کې وویل چې په تاشکند کې د متحده ایالاتو د پلاوي د کار یوه بله ثمره «یو نوی څلور اړخیز دپلوماتیک پلاټفورم چې د سیمې د اتصال په پیاوړتیا باندې متمرکز وي» وه.

د متحده ایالاتو، افغانستان، پاکستان او ازبکستان چارواکو په اساس کې په دې توافق وکړ چې داسې یو نوی څلور اړخیز دپلوماتیک پلاټفورم جوړ کړي چې د سیمه ییز اتصال په پیاوړتیا باندې تمرکز ولري.‌

سفارت وویل، دا چې سوله او سیمه ییز اتصال یو بل غښتلي کوي، له دې امله دغه څلور هېوادونه غواړي چې «سوداګري پراخه کړي، ټرانزیټي لینکونه جوړ کړي، او د سوداګریو تر منځ اړیکې پياوړې کړي.»

غړي لوري پلان لري چې ژر بیا سره وګوري او د دغې همکارۍ جزیات وروستي کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500