راولپنډۍ -- د افغانستان، پاکستان، متحده ایالاتو او د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو جیګپوړو پوځي مشرانو د سې شنبې په ورځ /د فبرورۍ ۱۳ مه/ په کابل کې سره ولیدل چې د یو لړ امنیتي مسایلو په هکله سره خبرې اترې وکړي.
په غونډه کې د نورو تر څنګ د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټېل، د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن، د پاکستان د پوځ لوی درستېز جنرال قمر جاوېد باجوه، او د افغانستان د پوځ لوی درستېز ډګر جنرال محمد شریف یفتلي برخه اخیستې وه.
په غونډه کې همدارنګه د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان په شمول د منځنۍ اسیا د ګڼو هېوادونو پوځي مشرانو، او د ناټو یو شمېر چارواکو برخه اخیستې وه.
طلوع نیوز د افغان چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د کانفرانس تمرکز په دې وو چې د یاغیتوب پر ضد خبرې اترې وکړي او د هېوادونو تر منځ پوځي همکاري پیاوړې شي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د ادارې (آی اېس پي آر) په وینا، باجوه د کانفرانس برخه والو ته وویل، «سیمه ییزې سولې او ثبات ته تللې لاره له افغانستان څخه تېرېږي».
د آی اېس پي آر په وینا، باجوه وویل، «همکاري او استقامت د ټولو ننګونو یا چلینجونو ځواب دی، چې پاکستان تیار دی په دې برخه کې خپل رول ترسره کړي،»
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادۍ راډېو ته وویل، «زه باور لرم چې بالاخره پاکستان به نړیوال فشار ته سر ټیټ کړي او د ترهګرۍ پر ضد جګړې سره به یوځای شي.»
د سې شنبې د ورځې مجلس په داسې حال کې ترسره کیږيچې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د طالبانو او د داعش د اورپکو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.
همکاري 'کولی شي چې سوله تضمین کړي'
په پېښور کې د امنیتي چارو تحلیلګر متقاعد جګړن محمودشاه وویل، پاکستان او افغانستان نشي کولی چې له همکارۍ څخه پرته په سیمه کې د ترهګریزو عملونو د ناپایه سلسلې په وړاندې مقابله وکړي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «د پاکستان، افغانستان او د متحده ایالاتو تر منځ یووالي ته عاجل ضرورت دی... چې د پولې دواړو غاړو ته اورپکو ته ماتې ورکړي،»
هغه وویل، «د افغانستان او پاکستان ترمنځ قوي همکاري کولی شي چې بشپړه سوله تضمین کړي،»
محمودشاه وویل، د کابل د سې شنبې د ورځې کتنه مهمه ده.
هغه وویل، «دواړه هېوادونه باید داسې لارې او وسیلې ومومي چې خپلې سرحدي سیمې خوندي کړي او د اورپکو د موجودیت او فعالیتونو په هکله استخباراتي معلومات شریک کړي،»
هغه وویل، هغوی له اورپکۍ څخه ډېر متاثر شوي او له ډېر وخت راهیسې هغوی دا درک کړې چې ترهګر د سرحد دواړو غاړو ته د ویجاړتیا سبب شوي دي.
هغه وویل، «د دواړو هېوادونو خلک سوله غواړي او له ترهګرۍ څخه کرکه کوي،»
[له پېښور څخه اشفاق یوسفزي د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]