پکتیکا -- د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، حکومتي چارواکو د سې شنبې په ورځ / د اګست ۱/ وویل، افغان سرتېرو په پکتیکا ولایت کې په جګړه کې ۶۶ تنه طالب اورپکي ووژل.
د کورنیو چارو د وزارت په وینا، عسکرو په سروبۍ ولسوالۍ کې په جګړه کې د اورپکو ۲۲ عرادې موټر او موټرسایکلونه ویجاړ کړل.
پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې د دوشنبې په ورځ / جولای ۳۱ مه/ د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې په یوه کور د طالبانو یو راکټ ولګېد او یوه نجلۍ یې ووژله.