ننګرهار -- د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوال سبحان الله وویل، د دوه قوماندانانو په شمول ۶ تنه طالب اورپکي د یکشنبې په ورځ / د جولای ۳۰ مه/ په دغې ولسوالۍ کې د نورو طالبانو له خوا په خپلمنځي نښته کې ووژل شول.
هغه زیاته کړه، دغه شپږ کسان له داعش سره د اړیکو لرلو له امله ووژل شول.