ای اېف پي راپور ورکړ، چې د طالبانو یوه ځانمرګي بمي بریدګر د چارشنبې په ورځ / د اګست ۲ مه/ یو موټر چې په چاودونکیو توکو سمبال وو، د کندهار په جنوبي ولایت کې د ناټو له کاروان سره وواهه.
ناټو په یوه ویناپاڼه کې تایید کړه چې په یوه کاروان یې برید شوی دی او دا چې دغه برید د «تلفاتو سبب» شوی دی خو سمدلاسه یې نور جزیات ورنه کړل.
لږ تر لږه یوه شاهد راپور ورکړ چې ویې لیدل چې درې جسدونه له یوې عرادې څخه راکش کول کېدل.
طالبانو سمدلاسه ای اېف پي ته په یوه لېږل شوي پیغام کې د برید ادعا وکړه.