کابل ته د ننوتلو په دروازو کې د موټرو سکنرونه لګول کیږي

سلام ټایمز

کابل -- د طلوع نیوز د راپور له مخې، امنیتي چارواکو د یکشنبې په ورځ / د اګست ۶ مه/ وویل، چې مقاماتو کابل ته د ننوتلو په دروازو کې د دې لپاره سکنرونه لګولي چې لارۍ او نورې عرادې وګوري او په دې توګه امنیت پیاوړی کړای شي.‌

د کابل امنیه قوماندانۍ وویل، کارکوونکیو په پلچرخي، سنګ نوشته، ارغندي او سرکوتل کې سکنرونه نصب کړل. او زیاته یې کړه، چې هغوی داسې پلان لري چې څلور نور په دشت برچي، ګل باغ، بتخاک او د تره خېلو تنګي کې ولګوي.

د کابل امنیه قوماندانۍ وویل، پولیس لا له وړاندې څخه په ارغندي کې، چې پلازمېنه له څلورو ولایتونو سره نښلوي، هره ورځ نژدې ۱۰۰۰ لارۍ سکن کوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500