امنیت

د کابل په ګرین زون کې د داعش ماشوم بریدګر ۴ تنه ووژل

ای اېف پي

یوه ځانمرګي بمي بریدګر، چې باور کیږي خواوشا ۱۲ کاله عمر یې درلود، د اکتوبر په ۳۱ مه د کابل په دپلوماتیکه برخه کې، چې سخت امنیت یې نیول شوی وي، برید وکړ او لږ تر لږه ۴ کسان یې ووژل. داعش د دغه برید مسؤلیت پرغاړه واخیست. [راتب نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]‌

کابل -- ای اېف پي راپور ورکړ، چې یوه ماشوم ځانمرګي بمي بریدګر د سې شنبې په ورځ /د اکتوبر ۳۱ مه/ د کابل په دپلوماتیکه برخه کې، چې سخت امنیت یې نیول شوی وي، خپلو چاودېدونکیو موادو ته چاودنه ورکړه او لږ تر لږه ۴ کسان یې ووژل.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ای اېف پي ته وویل، «دغه بمي برید د یوه ماشوم بم لرونکي له خوا، چې مونږ فکر کوو ۱۳ یا ۱۵ کاله عمر یې درلود، ترسره شو، چې لږ تر لږه ۴ کسان یې ووژل او له یوه درجن نه ډېر نور ملکي کسان یې ټپیان کړل،‌»

د پولیسو یوه ویاند وویل چې ښایي د بریدګر عمر به ۱۲ کاله وو.‌

یوې لویدېځي سرچینې ای اېف پي ته وویل، داسې ښکارېده چې بریدګر د افغانستان د دفاع وزارت له یوه مرکز څخه، چې د نړیوالو موسسو کوربه سیمه (ګرین زون) کې پروت دی، راوتونکي کارکوونکي په نښه کول. په دې سیمه کې ډېر سفارتونه او د ناټو د قاطع ماموریت په شمول د لویو نړیوالو موسسو مرکزي دفترونه هم واقع دي.

افغان امنیتي پرسونل د اکتوبر په ۳۱ مه په کابل کې د یوه ځانمرګي بمي برید د سیمې پلټنه کوي. چارواکو وویل، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل په دپلوماتیکه سیمه کې، چې سخت امنیت یې نیول شوی دی، خپل ځان ته چاودنه ورکړه، چې لږ تر لږه ۴ کسان یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان امنیتي پرسونل د اکتوبر په ۳۱ مه په کابل کې د یوه ځانمرګي بمي برید د سیمې پلټنه کوي. چارواکو وویل، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل په دپلوماتیکه سیمه کې، چې سخت امنیت یې نیول شوی دی، خپل ځان ته چاودنه ورکړه، چې لږ تر لږه ۴ کسان یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل، بریدګر «د تلاشۍ له لومړۍ پوستې څخه تېر شوی وو خو په دویمه کې ودرول شو او هلته یې ځان ته چاودنه ورکړه.»

هدف معلوم نه دی

وزیري وویل، «مونږ نه پوهېږو چې د برید هدف څه وو، خو هغه د دفاع وزارت د بهرنیو اړیکو دفتر څخه د څو مترو په فاصله کې وشو. زمونږ پرسونل ته هېڅ تلفات نه دي رسېدلي،»

یوه عیني شاهد طلوع نیوز ته وویل، «کله چې چاودنه وشوه زه ۱۰۰ متره لیرې وم. ما چې د پېښې ځای خواته ورمنډه کړه ګڼ شمېر خلک په وینو کې پراته ول -- یو په سر لګېدلی وو او حرکت یې کاوه. هغه یوه وېروونکې صحنه وه،»‌

داعش د دغه برید، چې په وروستیو اونیو کې د طالبانو او داعش یاغیانو له خوا په امنیتي ادارو او جوماتونو باندې په یو شمېر ځانمرګو بریدونو پسې رامنځته شوه، مسؤلیت پرغاړه واخیست.‌.

افغان چارواکي او تحلیلګران وایي، دا ماشومان، چې تش په نامه «د خلافت پیروان» دي،‌ د بېلابېلو جبري تکتیکونو له لارې د داعش له خوا استخدامېږي، مغزونه یې وینځل کیږي او روزل کیږي.‌

د کونړ او هرات ولایتونو یوه پخواني والي فضل الله وحیدي سلام ټایمز ته وویل، «د داعش فعالان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې دغه ماشومان یا استخداموي یا یې تښتوي او بیا روزنه ورکوي. سربېره پر دې، هغوی د افغانانو له بې سوادۍ او بې وزلۍ څخه ګټه پورته کوي او دغه ماشومان استخداموي یا یې مغزونه وینځي.»

هغه وویل، «د استخدام شویو ماشومانو د مغزونو له وینځلو څخه وروسته، د داعش ځواکونه دا ماشومان داسې روزي چې ځانمرګي بمي بریدونه ترسره کړي او له چاودېدونکیو موادو سره کار وکړي. سربېره پر دې، هغوی دغه ماشومان داسې په بشپړه توګه اړوي چې هغوی له وژنې، ځانمرګو بریدونو او وحشت څخه پرته د بل هېڅ شي سوچ هم نه کوي.»

وحیدي وویل، «ما شخصا داسې قضیې لیدلي چې د داعش استخدام شویو حتی د خپلو کورنیو په وړاندې رحم نه دی ښودلی، او ان خپل وروڼه یې وژلي دي،»‌

دا له هغه لوی لارۍ بمي برید څخه، چې د می په ۳۱ مه د جرمني سفارت سره نژدې وشو او ۱۵۰ کسان یې ووژل لومړنی برید وو چې د نړیوالو موسساتو کوربه سیمه یې په نښه کړه.‌له هغه راوروسته، د امنیت د پیاوړتیا د هڅو د یوې برخې په توګه د ښار په بېلابېلو برخو کې د لاریو ځانګړي سکنرونه، پاټکونه او دایمي او ګرځنده تلاشۍ ولګول شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500