مقاماتو په غور کې یوه مدرسه چې ترهګرۍ ته د لارو برابرولو تور پرې لګېدلی وو، بنده کړه

سلام ټایمز

غور-- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې مقاماتو د دوشنبې په ورځ /د سپتمبر ۴ مه/ د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې یوه مدرسه بنده کړه. په دې مدرسه ترهګرۍ ته د لارو چارو برابرولو تور لګېدلی وو.

د غور پولیسو وویل، چې د دې مدرسې په دوه ملایانو تور لګېدلی چې د لوی اختر په اوله ورځ یې یو ځمکنی ماین ایښی وو. دغه بم د جمعې په ورځ /د سپتمبر ۱/ یو پولیس افسر ټپي کړ.‌

د غور پولیسو زیاته کړه، چې بم په مدرسه کې اېښودل شوی وو،‌ او دا چې هغوی هلته ګڼ شمېر کسان ونیول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500