کابل -- رسنیو راپور ورکړ، چې د سړک د غاړې بمونو په نیمروز ولایت کې ۳ پولیس افسران او په کاپیسا ولایت کې ۲ طالب اورپکي ووژل.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، یوه امنیتي چارواکي وویل، چې د نیمروز چاودنه د پنجشنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۴مه/ په خاشرود ولسوالۍ کې وشوه.
د پولیس افسرانو موټر یوه ځمکني ماین وواهه.
د خامه پرېس د راپور له مخې، افغان ملي اردو وویل، چې په عین ورځ د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې دوه تنو طالبانو یو د سړک د غاړې بم ښخاوه چې ناڅاپه وچاودېد.