کابل -- رسنیو راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو په فاریاب او لوګر ولایتونو کې په جګړه کې ۵۸ تنه اورپکي ووژل.
پژواک خبري اژانس د یکشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۴ مه/ راپور ورکړ، چې د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې ۴۳ تنه اورپکي ووژل شول.
افغان ملي اردو وویل، چې دغه جګړه هغه وخت ونښتله چې اورپکو د کمانډو ځواکونو یوه کاروان ته، چې له بلخ ولایت څخه د فاریاب ولایت میمنې ښار ته روان وو، کمین ونیو.
افغان ملي اردو زیاته کړه، چې جنګي الوتکو له ځمکنیو ځواکونو سره مرسته وکړه.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، د لوګر امنیه قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۵ مه/ وویل، چې په ورته وخت کې امنیتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې ۱۵ تنه طالب اورپکي ووژل.